بدخشان کې د دوه تعلیمي پروژو رغنیزې چارې دوام لري
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ولایت د یتفتل پایان ولسوالۍ په باغ بالین کلي کې د یو شپږ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې ۱۷ سلنه او د دې ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د چتراق ۱۰ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړې کړي دي.
د باغ بالین شپږ صنفي ښوونځی په ۶۴۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۴ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت او د چتراق ۱۰ صنفي ښوونځی په ۱۰۶۰ متر مربع ځمکه کې د ۲۵ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د مالیې وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د ټولګټو او ملي پروژو په تطبیق سره د ښاریانو او لرې پرتو سیمو خلکو په ټولنیز ژوند کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.
###