بدخشان کې د بي بي عايشې ښوونځي د جوړېدو چارې نږدې نيمایي بشپړې شوي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ولايت د درايم ولسوالۍ په هامچيان قريه کې د بي بي عايشې ښوونځي د جوړولو چارې ۴۸ فيصده سرته رسولي.
دا ښوونځی په ۶۱۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پراختيايي بوديجې څخه په ۱۷ ميليونه او ۲۰۰ زره افغانيو رغول کيږي.
د ښوونځي د دې ودانۍ په جوړېدو سره به په ياده سيمه کې د زدهکوونکو او ښوونکو هغه ستونزې هم حل شي چې د ښوونځي د ودانۍ د نشتون له امله ورسره مخ وو.