بدخشان کې د بام دنیا د اوسپنیز او کانکریټي پُل د جوړولو له چارو څارنه تر سره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۸
د بدخشان ولایت د فیضآباد ښار اړوند د بام دنیا سیمې د اوسپنیز او کانکریټي پُل د جوړولو پروژه، د دوامدار تخنیکي نظارت لاندې د منظور شوو تخنیکي اسنادو او انجینري معیارونو مطابق پرمخ روانه ده.
یاد پُل سل متره اوږدوالی او اته متره سور لري او د څو ستنو او پایو په لرلو سره د معیاري ترانسپورتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه ډیزاین شوی دی.
د پروژې د روانو چارو له مخې، اوسمهال د پُل د منځنیو او غاړې برخو پر بنسټیزو کارونو تمرکز روان دی، چې په ځینو برخو کې کانکریټي چارې بشپړې شوې او د تېرېدونکو برخو د قالب تړلواو سیخ تړلوکارونه جریان لري.
همداراز د پُل د نورو پایو کارونه هم د پام وړ پرمختګ کړی او ټاکل شوې راتلونکې پړاوونه د تخنیکي پلان له مخې بشپړ شي.
د مسؤلینو په وینا، د سیند د مسیر له تنظیم وروسته به د پُل د مقابل لوري د بنسټیزو چارو عملي کارونه هم پیل شي. اوسمهال د پروژې ټولیز فزیکي پرمختګ شاوخوا ۳۵ سلنې ته رسېدلی دی.
د یادې پروژې چارې د کیفیت او کمیت له پلوه د قناعت وړ دي او ټولې ودانیزې چارې د تخنیکي مشخصاتو، منظور شوې نقشې او انجینري اصولو مطابق پرمخ وړل کېږي.
