بدخشان کې د اورینګ ښوونځي رغنیزې چارې به په نیږدې راتلونکې کې بشپړې شي
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ولایت په یفتل پایان ولسوالۍ کې د اورینک ۱۲ ټولګي ښوونځي ودانۍ رغوي.
دا دوه پوړیزه ودانۍ پر ۶۷۰ متر مربع ځمکه د ۳۲ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پراختیایی بودیجې څخه رغیږي.