بدخشان کې د اورينګ ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ولايت د يفتل پائين ولسوالۍ په اورينګ قريه کې د ۱۲ صنفي ښوونځي د جوړولو چارې پيل کړې.
دا ښوونځی په ۷۰۴ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پراختيایي بوديجې څخه په ۳۲ ميليون او ۲۰۰ زره افغانيو جوړيږي.
د دې ښوونيزې پروژې په پلي کولو سره به په سيمه کې د زدهکوونکو او ښوونکو لپاره مناسب ښوونيز چاپېريال برابر شي او نورې کورنۍ به هم وهڅيږي چې خپل ماشومان د زدهکړو لپاره ښوونځي ته واستوي.