بادغیس کې د یوې تعلیمي پروژې رغنیزې چارې دوام لري

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د بادغیس ولایت د اب کمري ولسوالۍ په بوبکها کلي کې د یو ۱۰ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې کړي دي.
دا ښوونځی په ۴۷۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۵ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د ټولګټو او ملي پروژو په تطبیق سره د ښاریانو او لرې پرتو سیمو خلکو په ټولنیز ژوند کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.
###