فراه ولایت کې د خپلسرو ودانیو له جوړېدو مخنیوی وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۱:۸
فراه

۱۴۴۶/۰۷/۰۵

د کور او ښارجوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د تخلفاتو مخنیوي ټیم یې د فراه ښار په پنځمه (۵) ناحیه کې د خپلسرو ودانیو له جوړېدو مخنیوی وکړ.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، په پنځمه ناحیه کې دغه جوړېدونکې ودانۍ خپلسري کورونه وو، چې له منل شوې نقشې پرته یې چارې روانې وې.

نوموړی وایي، د کورونو مالکینو ته لارښوونه وشوه چې چارې وځنډوي او د کړنلارې له مخې نقشې جوړې او ویزه کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د غیرپلاني او ویزه شوې نقشې پرته د ودانیو له جوړېدو مخنیوی کوي او چاته اجازه نه ورکوي چې ښاري سرغړونې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د نیمروز ولایت په هغه سیمو کې چې د بهسازۍ پلان ورته جوړېږي، په تړاو یې خلکو ته پوهاوی ورکړل شو

۱۴۴۷/۷/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، نیمروز ولایت ته یو هیئت واستو، ترڅو د ځینو اړمنو سیمو لپاره د بهسازۍ پلانونو چمتو شي.

نیمروز ولایت کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۳۷
Background image

په ارزګان ولایت کې د ښاري سرغړونو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مرکز ترینکوټ اړوند د ټولو ناحیو ودانیو څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۸
Background image

کونړ ولایت کې د خاص کنړ ولسوالۍ د مهاجرینو د ښارګوټي ودانیزې چارې بیا پیل شوې

۱۴۴۷/۷/۱

د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند ودانیزې چارې بیا پیل شوې.

په دغه ولسوالۍ کې د مهاجرینو اړوند ښارګوټي هغه ودانیزې چارې چې د وروستۍ زلزلې له امله. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت