بغلان کې د يار محمد ښوونځي د جوړېدو چارې له ۳۰ سلنه زياتې پر مخ تللي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بغلان ولايت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د حاجي يار محمد خروټي ښوونځي ودانۍ د جوړولو چارې ۳۸ سلنه بشپړې کړي دي.
دا ښوونځی په ۵۴۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز او اساسي ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پراختيایي بوديجې څخه په ۱۵ ميلیونه او ۴۰۰ زره افغانيو رغول کيږي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټول هېواد کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو په جوړولو سره غواړي چې ښوونيز بهير لا ګړندی کړي او زدهکوونکو او ښوونکو لپاره د زدهکړې مناسب چاپېريال برابر کړي.