غزني ولايت کې له ۴ زره جريبو زياته ځمکه تصفيه شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۸ - ۹:۵۴
غزني

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په تازه ډول په غزني ولايت کې ۴۶۶۳ جريبه ځمکه تصفيه کړه.

دا ټوټه ځمکه د غزني ولايت په مرکز کې د کډوالو د البيروني ښارګوټي د پراختيا په موخه تصفيه شوه چې ۴۶۰۵ جريبه يې دولتي او ۵۸ جريبه يې شخصي ځمکه ده.

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيربنايي پروژو کې د اسانتياو د رامنځته کولو لپاره په ټول هېواد کې تر اوسه ۱ ميلیون ۲۵۰ زره جريبه ځمکه تصفيه کړې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۶:۴۹
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د ښاري پلانونو د ویزه کولو عالي کمېسیون غونډه وکړه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ د ښاري پلانونو د ویزه کولو عالي کمېسیون خپله دوهمه ناسته وکړه، چې پر مهمو مواردو خبرې وشوې.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د کابل ولایت د سروبي اقتصادي زون په اړه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د هدایت پر بنسټ، د پانګونې د چارو د تنظیم ریاست په مشرۍ او د ملي جامع پلان، د اقتصادي او صنعتي زونونو د پراختیا پروګرام او د املاکو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۱۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاح شوي پلان تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت پر بنسټ، د محترم مولوي عبدالمنان حقاني، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت