محترم محمد جواد پیکار نن سهار د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ له ودانۍ لېدنه وکړه
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمد جواد پیکار نن سهار د کابل پولیتخنیک پوهنتون له رئیس پروفیسور سعید کاکړ، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د عملیاتي واحد مرستیال عبدالرحمن عطاش او نورو رئیسانو او مسوولانو سره په ګډه د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ له ودانۍ لېدنه وکړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د دې انسټیټیوټ له ټولو څانګو لېدنه وکړه او له مسوولانو یې مننه وکړه چې په دې ودانۍ کې یې د مخکې جوړ شوي ودانیز توکي کارولي او ټینګار یې وکړ چې د پوهنې او زدهکړو په برخه کې دې له دې توکیو لا ډېره ګټه واخېستل شي.
همداراز، محترم محمد جواد پیکار د افغاني کور جوړونې له ادارې او د دې ادارې له ټول پرسونل څخه ستاینه وکړه او د دې ادارې رئیس ته یې لارښوونه وکړه هغه ټولو کسانو چې د دې ودانۍ په جوړولو کې یې برخه اخېستې ده، په ستاینلیکونو وستايي.
ورپسې د کابل پولیتخنیک پوهنتون رئیس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له بېدریغه زیار څخه مننه وکړه او د ځوانانو او محصلانو د ظرفیت جوړونې، د علم خاصلولو او د کسب و کار مهارتونو په پیدا کولو کې د دې انسټیټیوټ رغول یې یو مهم ګام وباله.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کور جوړونې ادارې له لورې دا ودانۍ له مخکې جوړو شویو رغنیزو توکیو له نوې ټکنالوژۍ څخه په ګټنې پر ۱۰۴۰ متره مربع مساحت په دوه پوړیز ډول د کابل پولیتخنیک پوهنتون کې جوړه شوې او ګټنې اخېستنې ته چمتو ده.
دا ودانۍ درسي ټولګي، کاري دفترونه، تشنابونه، د کنفرانسونو تالار، خوړنځی، کتابتون او په مجهز او عصري ډول انتظار خونه چې د اوبو او برښنا سېسټم، انټرنېټ او د ګرمې او سړې هوا سېسټم هم لري، رغول شوې ده.
ورته مهال د دې ناستې په څنډه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د کابل پولیتخنیک پوهنتون رئیس محترم سعید کاکړ سره لېدنه وکړه او په دې لېدنه کې یې د نورو مسایلو تر څنګ د ځمکوالۍ تخنیکي انسټیټیوټ په رامنځته کولو هم بحث او خبرې وکړې.
