په بلخ ولايت کې ۳۰ جريبه ځمکه استرداد شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د استرداد په لړ کې دا ځل په بلخ ولايت کې ۳۰ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې ده.
دا ټوټه ځمکه د بلخ ولايت په کلدار ولسوالۍ کې له څو کلونو راهيسې د ځايي زورواکو تر شخصي استفادې لاندې وه، خو اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې موثرې او معقولې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې ۵۰۰ زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې چې له دې ډلې څخه ۱۵۷۴۴ جريبه ځمکه په بلخ ولايت کې موقعيت لري.