په نيمروز ولايت کې ۵ جريبه دولتي ځمکه استرداد شوه
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غصب شويو ځمکو د استراد په دوام دا ځل په نيمروز ولايت کې ۵ جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړه.
دا ټوټه ځمکه د نيمروز ولايت د زرنج ښار په قلعه محمد قريه کې له څو کلونو راهيسې د غاصبينو تر استفادې لاندې وه خو اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې د معقولې او موثرې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په نيمرزو ولايت کې ۲۵ جريبه ځمکه استرداد کړې او د ټولګټو پروژو د تطبيق لپاره يې برابره کړې ده.
