د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د چین له سفیر سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۵ - ۹:۳۱
افغانستان - چین

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمد جواد پیکار د دې وزارت د خصوصي سازۍ او مسکن چارو معینانو په حضور کې د چین خلق جمهوریت له نوي سفیر محترم وانګ یې سره په خپل کار ځای کې وکتل.

محترم محمد جواد پیکار د چین خلق جمهوریت نوي سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ هغه ته په افغانستان کې د نوي ماموریت مبارکې ورکړه او د دوه اړخیزو اړیکو ټنګښت یې خورا مهم وباله.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وویل، داسې ډېر فرصتونه شته چې افغانستان له هغه څخه د استفادې لپاره د دولت مرستې او د چین خلق جمهوریت د خصوصي سکټور پانګونې ته لېوالتیا لري. نوموړي د کابل ښار په نیله باغ سیمه کې د چینایانو ښارګوټي ته په اشارې څرګنده کړه چې شته فرصتونو ته په کتو، دوه اړخیزې همکارۍ به یوازې د کور جوړولو پروژو پورې محدودې پاتې نه‌شي.

محترم محمد جواد پیکار زیاته کړه، د مسکن اړتیا ته په کتو، افغانستان د منځنۍ اسیا په کچه د خصوصي سکټور پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري چې په دې برخه کې چین کولای شي رغنده رول ولوبوي.

له هغه وروسته د چین خلق جمهوریت سفیر، محترم وانګ یې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له رهبرۍ څخه د قدردانۍ تر څنګ وویل، هېواد یې لوې پروژې په ځانګړي ډول په افغانستان کې ۱۰ زره هستګونیز واحدونه تمویلوي او له شته پرمختیايي فرصتونو څخه به استفاده وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د چین خلق جمهوریت، د ځمکوالۍ او کور جوړولو په برخه کې بریالۍ تجربه لري او بېجېنګ لېوالتیا لري چې دا تجربه له افغانستان سره هم شریکه کړي.

ورپسې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د مسکن چارو معین محترم عزیز احمد ګلستاني د چینایانو ښارګوټي لومړي فاز هوکړه‌لیک، د ۵۰۰ مېلیونه چینايي ینو په ارزښت د ۱۴۰۰ ستګونیز واحدونو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، دا هوکړه‌لیک د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له لوري بشپړه شوی او له کوچنیو تخنیکي بحثونو او تائید وروسته به لاس‌لیک او د بنسټ ډبره یې کېښودل شي.

محترم محمد جواد پیکار همداراز وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د اقتصادي لیدلوري له مخې، اقتصادي ځان بسیاینه د حکومت لومړیتوب دی او دې هدف ته د رسېدو لپاره له دولتي ځمکو د اقتصادي ودې لپاره موثره استفاده د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له کاري لومړیتوبونو ګڼل کېږي چې په دې برخه کې د چین خلق جمهوریت همکاري به ګټوره تمامه شي.

محترم محمد جواد پیکار زیاته کړه، افغانستان د چین له ساختماني ټکنالوژۍ څخه استفادې ته لېوالتیا لري او هیله‌مندي یې وښوده چې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان او چین تر منځ د لا ډېرو همکارویو د ودې لپاره لار پرانیستل شي.

په پای کې دواړه لوريو په کابل ښار کې د چینایانو ښارګوټي په اړه د لنډ او معلوماتي فلم په لیدلو سره د دوه اړخیزو همکاریو په دوام ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت