د شبرغان ـ مزار د ۲۲۰ کيلو ولټه وارداتي برېښنا په مسير کې له سلو د زياتو پايو د نصب لپاره د محلونو د مالکيت حق تثبيت شو
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مزار شريف ښار به مربوطاتو کې د شبرغان – مزار د ۲۲۰ کيلو ولټه وارداتي برېښنا په مسير کې د ۱۱۷ پايو د نصب لپاره د مالکيت حق د تثبيت او ارزښت ټاکنې چارې بشپړې کړي دي.
له دې ډلې څخه ۱۱۱ محلونه په دولتي او ۶ نور يې په شخصي ځمکه کې تثبيت شوي او د پاتې ۶۵ محلونو د ثبيت لړۍ لا هم دوام لري. د دې پروژې په مسير کې د دولتي ځمکو د تثبيت په پايله کې د برېښنا شرکت لهخوا د تارونو غځولو او د پايو د نصب عملي چارو د پيل لپاره زمينه برابره شوې ده.