کاپیسا کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اوږدو کې د برښنا د ستنو نصب لپاره ۳۸ ځایونه تثبیت شول

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۱۰:۴۲
کاپیسا

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ټول‌ګټو پروژو د انسجام چارو ریاست رپوټ پر بنسټ، په تازه توګه د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اوږدو کې په کاپیسا ولایت کې د برښنا ستنو نصب لپاره ۳۸ ځایونه تثبیت شول.

د برښنا له دې شمېر ستنو څخه ۱۴ پایې پر شخصي ځمکو او ملکیتونو او ۲۴ هغه پر دولتي ځمکو او ملکیتونو نصب کیږي. دغه ځایونه د کاپیسا ولایت د کوهستان لومړۍ حصې او د کوهبند ولسوالۍ په بولغین، پفدم، سنجن، ګراو موري او خم زرګر کلیو کې تثبیت شوي دي.

کاسا ۱۰۰۰ د برښنا د انتقال ستره پروژه ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د افغانستان برښنا شرکت او نورو اړوندو دولتي اداره سره په ګډه د هغه د مالکیت حق تثبیت، استملاک او د پروژې تطبیق لپاره د زمینې برابرولو دنده پر غاړه لري.

په دغه مسیر کې د ځینو دولتي ځمکو او ملکیتونو تثبیت سره، د ستنو د نصب لپاره زمینه برابره شوې ده.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې چې د نړیوال بانک په مالي مرسته تطبیق کیږي، د قرغزستان او تاجیکستان ۱۳۰۰ میګاواټه برښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کیږي. د دغې سترې پروژې پر مټ، په زرګونه کورنۍ په افغانستان او پاکستان کې له برښنا څخه برخمنې کیږي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت همدا اوس د دغې پروژې په اوږدو کې د مالکیت حق تثبیت، استملاک او ارزښت موندنې چارې په کابل، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو کې پر مخ وړي.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په پنجشیر کې د زندان د ودانیزو بلاکونو د جوړولو له کارونو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۶/۰۵

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د محبس د نویو تعمیرونو د جوړولو له روانو کارونو څخه څارنه او مراقبت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۳۱
Background image

په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۰۵

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین‌الدین حامد وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د مهاجرینو د ښارګوټي د ودانیزو چارو بهیر په منظم او چټک ډول تعقیبوي، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۲۹
Background image

په هرات کې د جامع مسجد له رغنیزو چارو او د خواجه غلتان باستاني ځای له وضعیت څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۶/۰۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د جامع مسجد شریف د روانو رغنیزو چارو او د خواجه غلتان باستاني سیمې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت