د میدان وردګ ولایت د مرافعې محکمې د انګړ د پلې لارو د کانکریټ اچونې چارې بشپړې شوې
1448/6/7
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مرافعې محکمې د انګړ دننه د پلې لارو د جوړولو او کانکریټ اچونې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د پلې لارو د پاکولو ، هوارۍ او د د غټو ډبرو د هوارولو او ټینګولو چارې تر دې وړاندې بشپړې شوې وې او د یادو پلې لارو د کانکریټ اچونې چارې هم په همدې ورځ پای ته رسېدلې دي.
همدارنګه، د ساختماني چارو د ښه تطبیق او د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو د رعایت په موخه اړوند مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
