د ارزګان ښار په څلورو ناحیو او د خیرو کاریز په ښاري سیمو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۳:۴۳
ارزګان

۱۴۴۸/۶/۶

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم له لوري د ښار په لومړۍ، دویمې، درېیمې او څلورمې ناحیو او د خیرو کاریز په ښاري سیمو کې د ساختماني فعالیتونو او ښاري وضعیت د څارنې په موخه لیدنه ترسره شوه.

د یادې څارنې موخه د ښاري پلانونو د تطبیق، د ساختماني اصولو او مقرراتو د رعایت او د غیرقانوني ساختماني فعالیتونو د مخنیوي په موخه د ښاري سیمو ارزونه وه.

د څارنې په پایله کې کوم نوي ښاري تخلفات ونه لیدل شول؛ خو د هغو سرغړونو په اړه چې مخکې ترسره شوې وې، اړوند معلومات له وزارت مقام او ذیربطو ادارو سره شریک شوي، څو د قانوني او اداري اقداماتو له لارې یې د دوام مخنیوی وشي.

همدارنګه، د څارنې تخنیکي ټیم له ښاریانو سره د کور او ښار جوړولو وزارت د طرزالعملونو او اصولو په اړه لازم معلومات شریک کړل، څو په راتلونکي کې ساختماني فعالیتونه د منظور شویو ښاري پلانونو او معیارونو مطابق ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۳:۴۳
Background image

د ارزګان ښار په څلورو ناحیو او د خیرو کاریز په ښاري سیمو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۶/۶

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم له لوري د ښار په لومړۍ، دویمې، درېیمې او څلورمې ناحیو او د خیرو کاریز په ښاري سیمو کې د ساختماني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۲:۵۸
Background image

په زابل ولایت کې د میرویس خان نیکه پوهنتون د جومات د جوړولو له چارو څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۶/۶

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د نظارت کوونکو انجنیرانو له لوري د میرویس خان نیکه پوهنتون د جومات د جوړولو پروژې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۴:۱۲
Background image

د کابل ښار د دارالامان سیمې زونینګ پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د وزیر له لوري تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۶/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د کابل ښاروالۍ له لوري ترتیب شوی د کابل ښار د دارالامان سیمې زونینګ پلان تر ارزونې وروسته تائید او لاسلیک. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت