د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د ښاروالۍ د هټیو د جوړولو له چارو تخنیکي څارنه وشوه
۱۴۴۸/۵/۲۹
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د ښاروالۍ د هټیو د جوړولو پروژې له کاري بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یادې پروژې ساختماني چارې په ساحه کې د نقشې او کاري حجمونو مطابق په عملي ډول روانې دي.
همداراز، د څارنې ټیم د پروژې قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وکړې، چې د پروژې ټولې کاري چارې د منظور شوې نقشې او کاري حجمونو مطابق ترسره کړي او د کار په هر پړاو کې نظارتي هیئتونه له پرمختګونو څخه په وخت خبر کړي، څو د پروژې چارې د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو سره سم پر مخ ولاړې شي.
