د ارزګان ولایت د هوايي ډګر د پارکینګ، دروازې او سړک د ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۵/۱۴
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد ولایت د هوايي ډګر د شنو ساحو، د موټرو تمځای، دروازې او سړک د ساختماني چارو د پرمختګ ارزولو په موخه له اړوندې ساحې څخه څارنه او نظارت ترسره کړ.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د موټرو تم ځای د چت د اوسپنیزو ګاډرونو د ویلډینګ چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي او د سړک د سب بېس (لاندې طبقې) چارې هم بشپړې شوې دي؛ په ورته وخت کې د دروازې او سړک پاتې ساختماني چارې روانې دي.
د نظارت پر مهال د ساختماني چارو د کیفیت او منظم تطبیق په اړه اړوندو کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې، څو پاتې چارې د تخنیکي معیارونو سره سم بشپړې شي.
