د شیخ زاید ښارګوټي د (۵۲۱) اپارتمانونو د استرداد په اړه خبرتیا!
د کور او ښار جوړولو وزارت د شیخ زاید ښارګوټي د هغو اپارتمانونو مالکانو ته خبر ورکوي، چې په خپل وخت یې پنځوس سلنه قسطونه نه دي تحویل کړي او د استرداد تر حکم لاندې راغلي دي، چې د یادو اپارتمانونو د استرداد پروسې د پلي کېدو لپاره ټول لازم اداري او تخنیکي چمتووالی بشپړ شوی دی.
لهذا، د استرداد پروسه قطعي ده او د ټاکلي ضرب الاجل څخه وروسته عملي اقدامات کېږي، نو له ټولو اړوندو مشترکینو څخه جدي غوښتنه کېږي، چې د یادې پرېکړې درناوی وکړي د اپارتمانونو د استرداد په بهیر کې دې د هر ډول خنډ او ځنډ له رامنځته کولو څخه ډډه وکړي او د دې پروسې د منظم تطبیق لپاره دې له اړوندو ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.
د مسترد کېدونکو اپارتمانونو مالکان دې، د کور او ښار جوړولو وزارت ته مراجعه وکړي او خپلې پیسې دې ترلاسه کړي.
له دې وروسته هېڅوک د شکایت کولو حق نه لري او د سرغړونې په صورت کې له جدي قانوني چلند سره مخامخ کېږي.
والسلام
د کور او ښار جوړولو وزارت
