د جوزجان په مخابرات ریاست کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې
۱۴۴۸/۵/۹
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست د پمپ خانې په ساحه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال د ودانۍ د رنګمالۍ، برېښنايي چارو او د کټارې د نصب بهیر وڅارل شو. د نظارت مسؤل انجنیر د پروژې د کیفیت او اغېزمنتیا د ښه والي په موخه یو لړ تخنیکي سپارښتنې هم وړاندې کړې.
د ساختماني شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې د ښوونځي د ودانۍ ټولې چارې د منظور شوې نقشې، د کاري حجمونو د اټکل او تدارکاتي شرطنامې له مخې، د انجنیري او مهندسي معیارونو په رعایت سره ترسره کړي.
