د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۵/۵
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو وضعیت و ارزول شو او اړوند شرکت ته سپارښتنه وشوه، چې د پروژې پاتې چارې د انجنیري معیارونو، منظور شوې نقشې او تخنیکي مشخصاتو مطابق ترسره کړي..
په دې پروژه کې د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ د اداري چارو د منظم پرمخ وړلو لپاره یو درې پوړیز اداري تعمیر د ۷۹ میلیونه، ۱۷۲ زره او ۸۳۰ افغانیو په لګښت په اساسي ډول اعمارېږي.
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم به د پروژې د کیفیت او ساختماني چارو د معیاري پلي کېدو د ډاډ ترلاسه کولو په موخه خپلې تخنیکي څارنې دوامداره وساتي.
