خبرتیا ! د ښارګوټواو استوګنیزومجتمع ګانو ټولو مالکینو ته
خبرتیا !
د ښارګوټواو استوګنیزومجتمع ګانو ټولو مالکینو ته :
په کابل او ولایتونو کې د ښارګوټو او استوګنیزو مجتمع ګانو ټولو محترمو مالکینو ته په درنښت خبر ورکول کېږي چې، د منظور شوو پلانونو د تطبیق د بهیر د څارنې او ارزونې، د اړوندو اسنادو او ویزه شوو نقشو د موجودیت د ډاډ ترلاسه کولو او د نافذه قوانینو، اصولو او ښاري معیارونو د تطبیق په موخه، اړینه ده چې د خپلو ښارګوټو او استوګنیزو مجتمع ګانو اړوند د اسنادو، مدارکو او نقشو یوه کاپي د دقیقې او هر اړخیزې څارنې او ارزونې لپاره دې وزارت ته وړاندې کړي.دغه بهیر د ښاري نظم د تأمین، د ښاري طرحو او اصولو د تطبیق، د ښاري سرغړونو د مخنیوي، د ښارګوټو د حقوقي او تخنیکي وضعیت د ارزونې او د منظور شوو نقشو او پلانونو او نافذه قوانینو د مؤثر تطبیق لپاره د لازمې څارنې د زمینې د برابرولو په موخه ترسره کېږي.
له همدې امله د کابل او ولایتونو د ښارګوټو او استوګنیزو مجتمع ګانو محترم مالکین مکلف دي چې د دې خبرتیا د صادرېدو له نېټې څخه د یوه میاشتې (۳۰ ورځو) په موده کې لاندې اسناد:
په کابل کې ښاري سرغړونو ته د رسیدنې ریاست ، د کیفیت د کنترول او ښاري سرغړونو ته د رسیدنې عمومي ریاست اړوند ، د کوراو ښارجوړولو وزارت ، او په ولایتونو کې، د اړوند ولایت د کوراو ښارجوړولو ریاست ته وسپاري:
۱. د ښارګوټي یا استوګنیز مجتمع ګانو د تأسیس جواز او د منظورۍ اړوند اسناد؛
۲. له اړوندو ادارو سره د ترسره شوو قراردادونو او تفاهم لیکونو یوه کاپي؛
۳. د ځمکې د ملکیت سند (شرعي قباله یا نور قانوني اسناد)؛
۴. د ښارګوټي د ویزه شوو روبنايي پلانونو یوه کاپي، چې تفصیلي پلان او/یا سایټ پلان پکې شامل وي؛
۵. د ښارګوټي د ویزه شوې زیربنايي شبکو د پلان یوه کاپي، چې د سړکونو، برېښنا، فایبر نوري، اوبو رسونې او کانالیزاسیون شبکې پکې شاملې وي؛
۶. د استوګنیزو مجتمع ګانو د ویزه شوو ساختماني نقشو یوه کاپي؛
۷. د استوګنیزو مجتمع ګانو د ساختماني جواز د صادرېدو د فورمې یوه رنګه کاپي؛
۸. په ښارګوټو او یا استوګنیزو مجتمع ګانو کې د ترسره شوو تعدیلاتو اړوند د اسنادو یوه کاپي.
په ټاکل شوې موده کې د یادو شوو اسنادو د نه وړاندې کولو مسئولیت به د اړوندو مسئولینو او مالکینو پر غاړه وي.
دکور او ښار جوړولو وزارت
