د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي د عامه پوهاوي بهیر بشپړ شو
۱۴۴۸/۴/۲۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د خپل منظم نظارتي او عامه پوهاوي پروګرام په لړ کې، د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د میرویس ښارګوټي ته تخنیکي سفر ترسره کړ.
د یاد ښارګوټي په تېرو څارنو کې یو شمېر ساختماني سرغړونې او له ښاري اصولو او مقرراتو سره په ټکر کې جوړونې تثبیت شوې وې، چې اړوند موارد مستند او مالکانو او مسوولینو ته د سرغړونو د دوام د مخنیوي او د ښاري مقرراتو د رعایت په اړه لازمې لارښوونې شوې وې.
په دې پړاو کې د میرویس ښارګوټي د مالکانو، سرغړونکو او اړوندو کسانو لپاره د عامه پوهاوي او خبرتیا بهیر په بشپړه توګه ترسره شو. په دې لړ کې لیکلي خبرتیاوې او ابلاغیې ووېشل شوې او د ساختماني سرغړونو، د اړوندو اسنادو د وړاندې کولو او د ښاري اصولو د رعایت په اړه لازم معلومات ورکړل شول.
همدارنګه، له مالکانو او اړوندو کسانو وغوښتل شول چې د ملکیت اسناد، ساختماني نقشې، جوازونه او نور اړوند مدارک په ټاکلې موده کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، څو د دوی اسناد او ساختماني وضعیت له قانوني لارې وڅېړل شي.
د دې بهیر موخه د ملکیتونو او ساختماني چارو د وضعیت روڼتیا، د سرغړونو د دوام مخنیوی، د ښاري اصولو او مقرراتو د رعایت ډاډ او د منظور شوو ښاري پلانونو د تطبیق زمینه برابرول دي. د اړتیا په صورت کې به تثبیت شوې سرغړونې د نافذه قوانینو له مخې اړوندو مراجعو ته راجع شي.
