د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
بلخ

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي پارک د هېواد په شمال کې د صنعتي ودې، کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، پانګونې د پراختیا او د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره په شاوخوا ۲۲ زره او ۲۷۳ جریبه ځمکه کې طرحه شوی، چې د صنعتي، سوداګریزو، خدماتي او بنسټیزو اړتیاوو لپاره پراخه او منظمې ساحې پکې په پام کې نیول شوې دي.

په دغه پلان کې د بېلابېلو صنایعو لپاره ۱۵ ځانګړي صنعتي زونونه په پام کې نیول شوي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ، نساجۍ او فرنیچر، برېښنايي وسایلو، خوراکي توکو، مېوو پروسس، درملو او روغتیايي توکو، پلاستیک، پایپ او پي ‌وي ‌سي، کیمیاوي موادو، ودانیزو توکو او د اوسپنې ویلې کولو او فولادو په ګډون بېلابېلې صنعتي برخې به پکې ځای پر ځای کېږي.

د تفصیلي پلان له مخې، د صنعتي فعالیتونو ترڅنګ د پانګوالو، صنعتکارانو او کارکوونکو د اړتیاوو لپاره سوداګریز او خدماتي مرکزونه، اداري ساحې، روغتیايي مرکزونه ، ښوونځی، مدرسه، تخنیکي او مسلکي انستیتیوت، جوماتونه، تفریحي پارکونه، د باربري موټرو تمځایونه، د اور وژنې او امنیت مرکزونه، د تېلو ټانک، د درنو بارونو تله او نور اړین تأسیسات هم په پام کې نیول شوي دي.

همدارنګه، په دې طرحه کې د صادراتو او وارداتو لپاره ځانګړې او منظمه ساحه په پام کې نیول شوې، چې د حیرتان د ستراتیژیک موقعیت او له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو له اهمیت سره سم، د صنعتي او سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره زمینه برابروي.

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک طرحه په داسې ډول برابره شوې چې صنعتي، سوداګریز، خدماتي، ښوونیز، روغتیايي او ټولنیز بنسټونه په یوه منظمه مجموعه کې سره راټول کړي او د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د پانګونې د جذب، د صنعتي فعالیتونو د پراختیا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مناسب بستر رامنځته کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د دغه ډول تفصیلي پلانونو برابرول او منظورول د هېواد د متوازن ښاري او صنعتي پرمختګ، د معیاري زیربناوو د رامنځته کولو او د اقتصادي فعالیتونو لپاره د منظمې فضاء د برابرولو په موخه د وزارت د مسلکي او پلان جوړونې هڅو یوه برخه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت