د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د شنې ساحې د غیرقانوني ودانیو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۸
۱۲ ناحیه

۱۴۴۸/۴/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست  اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د عامه پوهاوي له آمریت سره په همغږۍ د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند له دویم بلاک څخه د ماموریت څلورلارې په امتداد د شنې ساحې«شرید سبز» څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یادې ساحې په یوه برخه کې یو شمېر هټۍ او ودانیزې چارې په داسې حال کې روانې دي چې د اړوند تفصیلي پلان له مخې دغه ساحه د شنې ساحې په توګه تثبیت شوې ده.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست له لوري اړوندو کسانو ته لارښوونه وشوه چې د خپلو ساختماني چارو اړوند اسناد، مدارک او رسمي جوازونه د درېیو کاري ورځو په موده کې له یاد ریاست سره شریک کړي، څو اسناد یې له منظور شوو ښاري پلانونو سره په دقیق ډول وکتل شي او د سرغړونې د تثبیت په صورت کې، د نافذه قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره شي.

د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست په هدایت، د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د منظور شوو پلانونو د تطبیق د څارنې لړۍ په دوامداره او هدفمند ډول روانه ده او د هر ډول سرغړونې پر وړاندې به د نافذه قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت