د کور او ښار جوړولو وزیر په ختیځ زون کې د زندانونو او بندیانو له وضعیت ارزونه وکړه
۱۴۴۸/۳/۲۶
د اسلامي امارت محترم مشرتابه عالیقدر امیرالمؤمینن حفظه الله د حکم سره سم د معاشاتو او تشکیلاتو محترم کمېسیون د مرکزي زندانونو او په کې د بندیانو له وضعیت د ارزونې بهیر پیل کړی دی.
تازه؛ د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ختیځ زون ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار ولایت له مرکزي زندان او په کې د بندیانو له وضعیت لیدنه او ارزونه وکړه.
ښاغلي وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د دغه ولایت د زندانونو چارو د سمون محترم رییس مولوي سهیل سعید سره د زندان پر وضعیت او له بندیانو سره په ترسره کېدونکي چلند خبرې اترې وکړې.
دغه راز یې، له زندانیانو سره لیده کاته وکړل او د هغوی د حالت پوښتنه یې وکړه.
ښاغلي وزیر، په زندانونو کې شته نیمګړتیاوې په ګوته او د حل لپاره یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ دې سفر کې د زندان له هغې برخې هم لیدنه وشوه، چې ماشومان په کې ساتل کېدل.
نوموړي، له زنداني ماشومانو سره هم خبرې وکړې او پر هغوی یې د ترحم په موخه مسؤلینو ته لا زیاتې لازمې سپارښتنې وکړې.
محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وایي، د اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هدایت موخه دا ده، چې د زندانیانو حقوقو ته بشپړه پاملرنه وشي، اسانتیاوې ورته برابرې شي او خدای مه کړه پر چا ظلم ونه شي.
د ننګرهار په مرکزي زندان کې مېشت زندانیانو هم د دوی له ورتګ خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې حقوق یې مراعات کېږي، غذا او دوا ته یې وخت په وخت پاملرنه کېږي او په خبره یې د مشرانو په ورتګ سره یې د ژوند وضعیت لا نور هم ښه کېږي.
ټاکل شوې چې له دې وروسته به د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، لغمان ولایت ته سفر کوي او هلته به هم د زندان او بندیانو له وضعیت ارزونه کوي.
