د کور او ښار جوړولو وزیر په ننګرهار کې مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د ویش له بهیر ارزونه وکړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۸:۵۶
ننګرهار

۱۴۴۸/۳/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له چارو او همدارنګه مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش له روان بهیر څخه لیدنه وکړه.

د یادې لیدنې موخه د مهاجرینو لپاره د ځانګړو شویو استوګنیزو نمرو د وېش د بهیر څرنګوالی، د چارو ارزونه او د خلکو ستونزو ته رسیدنه وه.

محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د نمرو د وېش له روان بهیر څخه لیدنه وکړه او د چارو د تنظیم، د وېش د بهیر د پرمختګ او د ګډونوالو لپاره د رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

 نوموړي د یاد بهیر د لا ښه تنظیم او چټکتیا په موخه د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس قاري احمدالله زاهد ته لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې چارې په منظم، شفاف او عادلانه ډول پر مخ یووړل شي.

ښاغلي وزیر ټینګار وکړ چې د مهاجرینو لپاره د استوګنې د مناسب چاپېریال برابرول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې باید د مهاجرو کورنیو حقونه په پام کې ونیول شي.

د مهاجرینو لپاره د استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو او د ځمکې او استوګنې د اسانتیاوو برابرولو بهیر د اسلامي امارت د پراخو هڅو یوه مهمه برخه ده چې موخه یې راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي استوګنې زمینه برابرول او د هغوی د ژوند د شرایطو ښه کول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي مراقبت څانګو له چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۷

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسلکي ټیم د ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي مراقبت څانګو د ساختماني چارو له بهیر څخه د کیفیت او موثریت د لا ښه والي په موخه څارنه وکړه.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۷
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په ختیځ زون کې د زندانونو او بندیانو له وضعیت ارزونه وکړه

۱۴۴۸/۳/۲۶

د اسلامي امارت محترم مشرتابه عالیقدر امیرالمؤمینن حفظه الله د حکم سره سم د معاشاتو او تشکیلاتو محترم کمېسیون د مرکزي زندانونو او په کې د بندیانو له وضعیت د ارزونې بهیر پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۸:۵۶
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په ننګرهار کې مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د ویش له بهیر ارزونه وکړه

۱۴۴۸/۳/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له چارو او همدارنګه مهاجرینو ته. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت