د فراه په محمد اباد ښارګوټي کې د اوبو رسولو شبکې د پروژې له چارو څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۳/۲۴
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د شیبکوه ولسوالۍ په محمد اباد ښارګوټي کې د اوبو رسولو شبکې د پروژې له ساختماني چارو څخه څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال د پروژې ترسره شوې چارې تخنیکي وکتل شوې او ساحوي مسؤل ته د کار د کیفیت، تخنیکي معیارونو د مراعات او د پاتې چارو د سم ترسره کولو په اړه لازمې لارښوونې وشوې.
د یادې پروژې ساختماني چارې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په مالي لګښت ترسره کېږي چې تر دې مهاله یې شاوخوا ۵۵ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
