د نوي کابل ښار په محدوده کې د نمراتو د خرڅلاو په اړه د کور او ښار جوړولو وزارت خبرتیا

org_admin
اطلاعیه

د کور او ښار جوړولو وزارت خبرتیا

د نوي کابل ښار په محدوده کې د نمراتو د خرڅلاو په اړه

درنو محترمو هېوادوالو ته دعامه پوهاوي لپاره خبر درکول کېږي، چې د نوي کابل ښار ماستر پلان په محدوده کې د ( نوي کابل ښار پروژې) تر عنوان لاندې د استوګنیزو، سوداګریزو او نورو نمراتو خرڅلاو یوازې په هغو پروژو او ښارګوټو کې جواز لري چې اړوند ښارګوټي د کور او ښار جوړولو وزارت سره ثبت وي او له دغه وزارت څخه یې قانوني قرارداد او د خرڅلاو اجازه لیکونه تر لاسه کړي وي.

له دې امله، هیڅ شرکت او یا بل حقیقي او حکمي شخص تر هغه چې ښارګوټی یې په رسمي ډول ثبت، له دغه وزارت څخه یې قرارداد او قانوني اجازه لیکونه نه وي تر لاسه کړي، د (نوي کابل ښار پروژې) تر عنوان لاندې د نمراتو د اعلان، بازارموندنې، خرڅلاو او دپیسو د ترلاسه کولو حق نه لري.

بناء، له ټولو محترمو هېوادوالو او متقاضیانو څخه په درنښت غوښتنه کېږي چې له هر ډول معاملې، پېرودل، مخکيني پېرود یا د پيسو له ورکړې وړاندې، د پروژې یا ښارګوټي د ثبت، له وزارت سره د قرارداد، د خرڅلاو د رسمي اجازې او نورو اړوندو مواردو په اړه د نوي کابل ښار د پراختیا له عمومي ریاست څخه ډاډ تر لاسه کړي او له غیر رسمي او غیر مجازو اشخاصو او شرکتونو سره له معاملې څخه په کلکه ډډه وکړئ؛ که نه، دا ډول معاملې غیرقانوني ګڼل کېږي او وزارت د غیر رسمي اشخاصو او شرکتونو سره د تر سره شوو معاملاتو په اړه هيڅ ډول مسؤولیت نه لري. د کور او ښار جوړونې وزارت د قانوني او مشروع پانګونو د ملاتړ تر څنګ، د روڼتیا د تأمین، د ناوړه استفادې او غیر قانوني معاملاتو د مخنیوي او د هېوادوالو د حقوقو د خوندیتوب په موخه، نافذه قوانینو او مقراراتو او منظور شوو پلانونو سره سم لازم اقدامات تر سره کوي.

د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۸
Background image

خبرتیا ! د ښارګوټواو استوګنیزومجتمع ګانو ټولو مالکینو ته

خبرتیا !

د ښارګوټواو استوګنیزومجتمع ګانو ټولو مالکینو ته :

 

په کابل او ولایتونو کې د ښارګوټو او استوګنیزو مجتمع ګانو ټولو محترمو مالکینو ته په درنښت خبر ورکول کېږي چې، د منظور شوو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۲۲
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد پروژۀ یک حلقه چاه آب آشامیدنی در محوطه معینیت مسکن و امورساختمانی

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

بدینوسیله به اطلاع عموم داوطلبان رسانیده میشود که وزارت شهرسازی و مسکن در نظردارد تا پروژۀ یک حلقه چاه آب آشامیدنی در محوطه معینیت مسکن و امورساختمانی، . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۲
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد اعمار وضو خانه و صالون فاتحه خوانی شهرک شیخ زاید

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

بدینوسیله به اطلاع عموم داوطلبان رسانیده میشود که وزارت شهر سازی و مسکن در نظر دارد تا اعمار وضو خانه و صالون فاتحه خوانی شهرک شیخ زاید دارای کود تدارکاتی M . . .

Back to announcements

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت