په فراه کې د کانونو آمریت د اداري ودانۍ او مېلمستون له جوړولو څخه تخنیکي څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۴:۲۲
فراه

۱۴۴۸/۳/۸

د فراه ولایت د مرکز د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د کانونو آمریت د اداري ودانۍ او مېلمستون د جوړولو پروژې له چارو څخه د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو کیفیت، د کار د پرمختګ کچه او د تخنیکي معیارونو رعایت له نږدې وکتل شول، د ساحې د کتنې پر مهال څرګنده شوه چې د اداري ودانۍ د چت او لوړ رینګونو قالب‌ بندي بشپړه شوې او د چت او رینګونو د سیخ تړلو چارې روانې دي.

همدارنګه د مېلمستون د ستنو جوړولو او د دېوالونو د خشتکارۍ چارې بشپړې شوې دي او د پروژې ټولیز فزیکي پرمختګ شاوخوا ۲۲ سلنه ته رسېدلی دی.

د تخنیکي څارنې پر مهال قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې ټول ساختماني فعالیتونه د منظور شوو تخنیکي نقشو، د کار د احجامو لېست او د قرارداد د شرایطو مطابق ترسره کړي او د کار په ټولو پړاوونو کې ټاکل شوي تخنیکي مشخصات او انجنیري معیارونه په پام کې ونیسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت