د لابراتوار ریاست له لوري د بېلابېلو ودانیزو او زیربنایي پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۲/۲۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول، ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د څارنې لوی ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار او یو شمېر ولایتونو په بېلابېلو ودانیزو او زیربنایي پروژو کې له روانو ساختماني او لابراتواري چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د یادې څارنې په ترڅ کې د استقلال ښارګوټي، د قطر د استوګنیز ښارګوټي، د کابل–بګرام سړک، د مخابراتو وزارت جومات، د استوګنځای برابرولو دولس پوړیزو بلاکونو، د لابراتوار د نوې ودانۍ، د لویې څارنوالۍ د ودانۍ، د سترې محکمې د منسوبینو د استوګنیزو کورونو او د نیمروز ولایت د لابراتوار د ودانۍ د پروژو روانې چارې له تخنیکي او کیفیتي پلوه وارزول شوې.
د څارنې پر مهال د پروژو د ساختماني کیفیت، د کارېدونکو موادو، لابراتواري ازموینو او د منظور شویو نقشو او تخنیکي مشخصاتو د رعایت څرنګوالی وڅېړل شو.
همدارنګه قراردادي شرکتونو ته لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې، ترڅو د پروژو ټولې چارې د ټاکل شویو معیارونو، انجنیري اصولو او منظور شویو تخنیکي اسنادو سره سم ترسره کړي.
د لابراتوار ریاست د ودانیزو او زیربنایي پروژو د کیفیت د تضمین، د ساختماني معیارونو د رعایت او د پروژو د معیاري تطبیق په موخه خپلې تخنیکي څارنې په دوامداره توګه ترسره کوي.
