د لوګر ولایت د پوهنتون د ساحې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې
۱۴۴۸/۲/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د لوګر پوهنتون د ساحې د توپوګرافي سروې عملي چارې پیل کړې.
دغه سروې د یادې ساحې د دقیقې مساحت معلومولو، د ځمکې د طبیعي او تخنیکي ځانګړتیاوو د ارزونې او د راتلونکو انکشافي او عمراني پروژو لپاره د معیاري نقشو او پلانونو د چمتو کولو په موخه ترسره کېږي.
د یادې سروې په ترڅ کې به د ساحې ټول تخنیکي معلومات د معیاري سروې او جيایاېس د اصولو له مخې راټول او تحلیل شي، ترڅو د پوهنتون د ودانیزو او پراختیایي پروژو لپاره لازم تخنیکي بنسټونه برابر شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جيایاېس ریاست د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د عامه تاسیساتو، امارتي ودانیو او پراختیایي پروژو لپاره د سروې او توپوګرافۍ د دقیقو او معیاري خدمتونو وړاندې کول د خپلو مهمو کاري لومړیتوبونو څخه ګڼي.
