الشیخ امیر المؤمنین حفظه الله تعالی ( پیروزي) ښارګوټي خبرتیا

org_admin
خبرتیا

خبرتیا!

۱۴۰۵/۵/۱۱

د کابل ښار د ده سبز ولسوالۍ اړوند د الشيخ امير المؤمنين حفظه الله تعالی (پیروزي) په ښارګوټي کې ټولو گډونوالو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۰۵/۵/۱۱ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۵/۲۷ نېټې پورې، د پنځلسو (15) کاري ورځو په موده کې، د کور او ښار جوړولو وزارت او د مقروضیت ها او صندوق وجهی مسکن امریت څخه خپله تعرفه ترلاسه او د ټولو پاتې خپلو قسطونو تحویلي وکړي.

که چېرته ټاکل شوې موده کې خپل مکلفیت ترسره نه کړي امتياز به يې لغوه شي او د نمرو ځمکه به یې نورو غوښتونکو ته ووېشل شي او وروسته به د شکایت حق و نه لري. همدارنگه د ذکر شوي ښارګوټي د قرارداد او کړنلارې له مخې د شرعي قبالې ترلاسه کولو پورې د ملکیت پېر او پلور او یا له يوه شخص څخه بل شخص ته د ملکیت انتقال جواز نه لري.

که چېرته د پېر او پلور موضوع په دې وزارت کې ثابت شي، د قرارداد او کړنلارې له مخې به سرغړونه وبلل شي او اړوند نمرو ځمکه به بېرته مسترد شي.

له دې پرته د هر ډول راتلونکو پایلو او مسؤلیتونو پړه به د سرغړوونکي پر غاړه وي.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۲۶
Background image

د نوي کابل ښار په محدوده کې د نمراتو د خرڅلاو په اړه د کور او ښار جوړولو وزارت خبرتیا

د کور او ښار جوړولو وزارت خبرتیا

د نوي کابل ښار په محدوده کې د نمراتو د خرڅلاو په اړه

درنو محترمو هېوادوالو ته دعامه پوهاوي لپاره خبر درکول کېږي، چې د نوي کابل ښار ماستر پلان په . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۵۵
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد پروژه اعمار تعمیر مکتب 30 صنفی اناث شهرک شیخ زاهد

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

بدینوسیله به اطلاع عموم داوطلبان رسانیده میشود که وزارت شهر سازی و مسکن در نظر دارد تا پروژه اعمار تعمیر مکتب 30 صنفی اناث شهرک شیخ زاهد دارای کود تدارکاتی . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۶:۴۰
Background image

د پنځمو مکروریانو استوګنیزې پروژې حقوقي موضوعاتو په اړه د کور او ښار جوړولو وزارت خبرتیا!

د پنځمو مکروریانو استوګنیزه پروژه چې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې موقعیت لري او ودانیزې چارې ېې په چټکۍ له قرارداد سره سم د ایوګار کالب شرکت رئیس تورګوت ایدوغان له خوا د کور او ښار . . .

Back to announcements

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت