د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۴
کابل بګرام

۱۴۴۸/۲/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو له روان بهیر تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د تخنیکي څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د پروژې په بېلابېلو برخو کې ودانیزې چارې د ټاکلي کاري مهالوېش او تخنیکي معیارونو له مخې په چټکۍ سره روانې دي.

په دې لړ کې د سړک د فرعي بنسټ د دوهمې طبقې د هوارولو، د بنسټ د دوهمې طبقې د هوارولو او ټینګولو، او د فرعي بنسټ د لومړۍ طبقې د هوارولو او ټینګولو چارې په بېلابېلو تم‌ځایونو کې دوام لري.

همدارنګه، د درېیم پلچک په ختیځ لوري کې د بیمونو د قالب‌ تړلو، د پنځم پلچک په ختیځ لوري او د استنادي دېوال د تهداب د ډبرو اېښودلو، او د سړک په ختیځ لوري کې د کیندنې چارې په څو کاري ساحو کې په هم‌ مهاله توګه روانې دي،ورسره هممهاله، د سړک په ختیځ او لوېدیځ لورو کې د شته خنډونو د لرې کولو چارې دوام لري او د برېښنا شرکت له لوري د برېښنا د پایو د نصب بهیر هم په منظمه توګه پرمخ وړل کېږي.

د نوي کابل ښار د پراختیا ریاست اړوند تخنیکي ټیم وایي، د پروژې ټولې چارې د منظور شوي تخنیکي پلان له مخې روانې دي او هڅه کېږي چې د کیفیتي معیارونو په رعایت سره پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک پروژه د هېواد له مهمو ترانسپورتي پروژو څخه ده، چې په بشپړېدو سره به د کابل او بګرام ترمنځ د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې، ترافیکي ګڼه‌ ګوڼه راکمه او د سیمې اقتصادي او ښاري پراختیا لا پیاوړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت