د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
الشفاء

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو له رغنیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د استقلال ښارګوټي په پروژه کې د پلي‌لارو د په نښه‌ کولو  او نورې بېلا بېلې چارې وڅارل شوې او قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وشوې، څو چارې د منظور شوې نقشې او تخنیکي مشخصاتو له مخې پرمخ یوسي.

همدارنګه، د الشفاء روغتون د دویمې برخې (لاټ) په پروژه کې د دېوالونو پلستر، د تصفیه‌خونې د ایزوګام، د خښتو اېښودلو، ډبرین فرش او کانکرېټ اچولو بهیر وڅارل شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت، تخنیکي ټیم د کانکرېټ کیفیت، د انتقال او اچولو څرنګوالی او د ساختماني معیارونو رعایت و ارزول او اړینې سپارښتنې یې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۱۴
Background image

د پل‌علم ښار د داخلي سړک د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد سړک د قیر اچونې چارو څخه څارنه وکړه، د څارنې پر مهال د سړک د قیر اچونې چارې په عملي ډول روانې وې او د کار د کیفیت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۹
Background image

د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره د سروې پروسه بشپړه شوه

۱۴۴۸/۳/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له تخنیکي ټیم سره په همغږۍ، د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان د ترتیب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست د اداري تعمیر له دانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۴

د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست په انګړ کې د اداري تعمیر د جوړولو ساختماني چارې د منظور شوې نقشې، تخنیکي اصولو او انجینري معیارونو مطابق په چټکۍ سره روانې دي.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت