د کور او ښار جوړولو وزارت: اسلامي شریعت، اخلاص او د خلکو خدمت د اداري چارو بنسټ دی

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۳:۰
وزیر

۱۴۴۸/۲/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ، د دغه وزارت اداري ناسته ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم معین الحاج مولوي ګل زرین صابر، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري معین مولوي محمد رباني ناصح او د دغه وزارت رئیسانو او چارسمبالو ګډون کړی وو.

په ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې چې په خپلو چارو کې اسلامي شریعت ته لومړیتوب ورکړي، نیتونه خالص وساتي او د دنیا تر څنګ د آخرت د سمون لپاره هڅه وکړي.

ښاغلي وزیر وویل، د ادارې په ټولو فعالیتونو کې اخلاص، صداقت، ژمنتیا او د وخت اغېزمن مدیریت باید په پام کې ونیول شي او له هر ډول بې‌ځایه وخت ضایع کولو څخه ډډه وشي.

د وزارت مقام مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې له مراجعینو او خلکو سره ښه چلند وکړي، ورسپارل شوي مسؤلیتونه په سمه او مسلکي توګه ترسره کړي او د خپلو ماتحت کارکوونکو د اصلاح او لارښوونې لپاره جدي پاملرنه وکړي.

په ناسته کې دا هم وویل شول، چې د مسلمانانو د وخت درناوی دې وشي او د خدماتو وړاندې کولو بهیر دې په اغېزمن او منظم ډول پر مخ یووړل شي.

محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني زیاته کړه، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د لارښوونو او پیغامونو د رسولو مسؤلیت یې ترسره کړ او له ټولو مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې یادې سپارښتنې په بشپړ ډول عملي کړي.

د ناستې په پای کې د ادارې د چارو د لا ښه والي، د خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د اسلامي او اداري ارزښتونو د پیاوړتیا په اړه لازمې سپارښتنې شریکې شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۳:۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت: اسلامي شریعت، اخلاص او د خلکو خدمت د اداري چارو بنسټ دی

۱۴۴۸/۲/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ، د دغه وزارت اداري ناسته ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د جوزجان مردیان ولسوالۍ د ارنجي کلینیک د ودانیزو چارو څارنه وشوه

1448/2/1

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري د مردیان ولسوالۍ د ارنجي کلینیک د ودانۍ د جوړولو له روانو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو ساحوي څارنو په لړ کې د کابل ښار د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت