په جوزجان کې د مردیان ولسوالۍ د څه باندې دوه زره جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه شوه
۱۴۴۸/۲/۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جيایاېس ریاست تخنیکي ټیم له لوري، د جوزجان ولایت د مردیان ولسوالۍ د ۲۰۰۱.۲۲۶ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره بشپړه شوه.
یاده سروې د سیمې د دقیقو جغرافیایي او تخنیکي معلوماتو د راټولولو او د راتلونکو ښاري او پراختیايي پلانونو لپاره د لازمې زمینې برابرولو په موخه ترسره شوې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د معیاري ښاري پلانونو د جوړولو او پراختیايي چارو د منظم تطبیق په موخه د سروې او تخنیکي معلوماتو د راټولولو بهیر ته دوام ورکوي.
