د کابل ښار د ۴۰ متره سړک له ودانیزې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۲۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارو ساحوي څارنو په لړ کې د کابل ښار د پنځمې او دیارلسمې ناحیو ترمنځ د عرفاني ښارګوټي څخه د کمپنی تر پله د ۴۰ متره سړک له ودانیزې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د سړک پلنوالی، د ښاري پلان تطبیق، د اسفالټ کیفیت، د اوبو ویالې، پلېلارې، د اوبو ایستلو سیستم، د تګ راتګ لارې او نور تخنیکي اړخونه وارزول شول.
د لومړنۍ ارزونې پر مهال د پروژې په ځینو برخو، په ځانګړي ډول د پلېلارو په جوړولو کې ځینې تخنیکي نیمګړتیاوې ولیدل شوې، چې د اصلاح او لا زیاتې پاملرنې په موخه د پروژې له تطبیقوونکي بنسټ سره شریکې شوې.
د دغې څارنې موخه د پروژې د معیاري تطبیق ډاډمنول، د ودانیز کیفیت لوړول، د ښاري معیارونو رعایت او د زیربنایي پروژو په پلې کېدو کې د هر ډول تخنیکي او ښاري سرغړونو مخنیوی دی.
د معیاري ښار جوړولو، د ښاري پلانونو د خوندي تطبیق او د ښاري نظم د پیاوړتیا په موخه، تخنیکي او ساحوي څارنې په دوامداره توګه ترسره کېږي، څو د ودانیزو چارو بهیر د نافذه قوانینو او تخنیکي معیارونو سره سم پر مخ ولاړ شي.
