د کابل ښار د یوولسمې ناحیې له شنو ساحو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۲۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي او نظارتي ټیم د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار د یوولسمې ناحیې د شنو ساحو له وضعیت څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د دغې څارنې پر مهال د نوي ښارګوټي د تېلو له ټانک څخه د شتل سړک تر امتداد او د تاجکانو سړک په اوږدو کې د شنو ساحو وضعیت وارزول شو.
همدارنګه، د یادو سیمو له هټۍ والو، د ساختماني موادو له پلورونکو، د لرګیو له سوداګرو، ورزشي مرکزونو او نورو مستأجرینو وغوښتل شول، چې د خپلو فعالیتونو اړوند ټول قانوني اسناد او جوازونه د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، څو له تخنیکي ارزونې او قانوني څېړنې وروسته لازم تصمیم ونیول شي.
د دې څارنې موخه د شنو ساحو ساتنه، د غیرقانوني استفادو مخنیوی، د ښاري قوانینو او مقرراتو د پلي کېدو ډاډمنول او د کابل ښار د نظم او ښکلا پیاوړتیا ده.
د ښاري نظم د ټینګښت، د نافذه قوانینو او مقرراتو د اغېزمن تطبیق او د معیاري ښاري پراختیا د تأمین په موخه، د تخنیکي او ساحوي څارنو لړۍ په دوامداره توګه روانه ده، ترڅو د ښاري اصولو د رعایت او د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
