د کابل – بګرام ستراتیژیک سړک د لومړي پړاو چارې په چټکۍ روانې دي

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۱:۱۰
کابل بګرام سړک

۱۴۴۸/۱/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست تر چتر لاندې، د کابل – بګرام ستراتیژیک سړک د لومړي پړاو د ۲.۶ کیلومتره برخې د هوارولو او بنسټیزو چارو عملي کارونه په چټکۍ روان دي، چې تر دې دمه یې ۳۱ سلنه فزیکي پرمختګ کړی دی.

د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست وایي، د پروژې د تطبیقي مهالوېش له مخې، پاتې چارې به د قرارداد او منظور شوي تخنیکي پلان مطابق د ۱۴۰۶ کال د زمري میاشتې تر ۱۵مې بشپړې شي.

د کابل – بګرام ستراتیژیک سړک، د نوي کابل ښار د ماسټر پلان له مهمو او بنسټیزو زېربنايي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې ټول اوږدوالی یې شاوخوا ۴۳ کیلومتره او پلنوالی یې ۱۵۰ متره دی.

د روان کال لپاره یې د ۲.۶ کیلومتره برخې چارې د ۵۰ مترو په پلنوالي په قرارداد ورکړل شوي چې عملاً پرې کار روان دی.

د منظور شوي ډیزاین له مخې، په دې سړک کې د برېښنايي بسونو، کوچنیو او لویو موټرو او ښاري بسونو لپاره ځانګړي لینونه، سرویس سړکونه، پلي لارې، شنې ساحې، ویالې، ګلدانونه او د سړک غاړې په معیاري ډول په پام کې نیول شوې دي.

د دې پړاو د جوړولو ټولیز قراردادي لګښت ۴۵۵ میلیونه، ۸۵۳ زره او ۳۷۰ افغانۍ دی.

ټاکل شوې ده، چې د دې ستراتیژیکې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ښار شمالي کمربند له شمالي ولایتونو سره په معیاري ډول ونښلول شي، د ترانسپورټي تګ راتګ ظرفیت به لوړ، اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه به پراخ، د پانګونې فرصتونه به زیات او د نوي کابل ښار د منظمې، انډولیزې او دوامدارې ښاري پراختیا لپاره به پیاوړی بنسټ برابر شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۱۱
Background image

په کابل ښار کې د اندرابي تاریخي سیمې سروې او ساحوي مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۸/۲/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوندې اندرابي تاریخي سیمې د سروې او ساحوي مطالعاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۷
Background image

د فاریاب ولایت د خواجه موسی نوې جوړیدونکې ولسوالۍ د توپوګرافي سروې له چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۸

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د خواجه موسی نوې رامنځته شوې ولسوالۍ د تفصیلي پلان د ترتیب په موخه د روانې توپوګرافۍ سروې له بهیر څخه څارنه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۷
Background image

په هلمند کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۸

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې ساحوي ټیم، د سرې میاشتې اړوندې ادارې له ودانۍ او ساحې څخه د ښاري تخلفاتو د ارزونې او مخنیوي په موخه ساحوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت