د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د داخلي دروازې ساختماني چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۱/۲۰
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د داخلي دروازې ساختماني چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاده دروازه د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د فني ټیم له لوري طرحه او ډیزاین شوې او د یاد ریاست د تخنیکي استازو تر دوامدارې څارنې لاندې یې د جوړولو چارې د ټاکلو تخنیکي معیارونو سره سم پر مخ وړل شوې دي.
دغه دروازه د امنیتي اړتیاوو په پام کې نیولو سره د ځانګړو خوندي خونو په لرلو ډیزاین شوې، چې د ښارګوټي د امنیت، کنټرول او منظم مدیریت په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري پراختیا او د عامه تاسیساتو د معیاري جوړولو په برخه کې د خپلو مسؤلیتونو د اغېزمنې ترسره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
