د لوګر ولایت په ویدخ سیمه کې د باربري موټرو د تمځای د جوړېدو له چارو څخه نظارت ترسره شو
۱۴۴۸/۱/۱۸
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او انجینري ټیم د مرکز اړوند د ویدخ په سیمه کې پر ۲۰۰ جریبه امارتي ځمکه د باربري موټرو د تمځای د جوړېدو له روانو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال د پروژې د بېلابېلو برخو د تطبیق بهیر د تخنیکي معیارونو له مخې وارزول شو. د انجینري ټیم د راپور له مخې، د یادې پروژې شاوخوا ۱۰ سلنه ودانیزې چارې بشپړې شوې دي.
یاده پروژه د شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت له مالي ملاتړ سره پلې کېږي، چې په چوکاټ کې یې د باربري موټرو د منظم تمځای، خدمتونو او اړینو تأسیساتو ټول ملحقات په پام کې نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د باربري موټرو د منظم تنظیم، د ښاري نظم د ښه والي او د ترانسپورټي خدمتونو د اسانتیا په برخه کې مهمه ونډه ترسره کړي.
