د نوي کابل ښار د لومړي فاز د زیربنایي چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۱
کابل جدید

۱۴۴۸/۱/۸

د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تخنیکي ټیم د لومړي فاز د زیربنایي چارو څخه، چې د اوکسین آریانا شرکت له لوري ترسره کېږي، څارنه وکړه.

د څارنې په بهیر کې څرګنده شوه چې د اوبو د ویالو او د سړک د سطحې د کیندنې، د جغل اچونې او ټپک‌ کاري، د اوبو د یالو د اوسپنې بندۍ، د اوبو د یالو د کانکریټي پوښ (سلب) د قالب تړلو، د سرک د ښي لوري د اوبو د ویالو د کف کانکریټ اچونې، د جدولونو او ګلدانونو د نصب، او د کانکریټ د اوبو ورکولو او د شنو ساحو د ساتنې چارې په منظم ډول جریان لري.

یادې چارې د تخنیکي ټیم له لوري په دقت سره وڅارل شوې، او د کیفیت د کنټرول په موخه اړینې سپارښتنې او لارښوونې د اوکسین آریانا شرکت مسوولینو ته ورکړل شوې، ترڅو ټولې چارې د منظور شوو شرطپاڼو او تخنیکي معیارونو سره سم ترسره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تخنیکي ټيم وایي چې د لومړي فاز د پرمختیایي پروژو روان کارونه په دوامداره توګه څارل کېږي، ترڅو د کارونو کیفیت او د پروژې د تطبیق معیارونه په بشپړ ډول تضمین شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت