په وردګ پوهنتون کې د بیارغونې او ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۱۶
وردګ پوهنتون

۱۴۴۸/۱/۴

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د وردګ پوهنتون اړوند د کرنې پوهنځي د بیارغونې پروژې، د لیلیې ودانۍ او د فرعي سړکونو او پلې لارو د جوړولو پروژو له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د کرنې پوهنځي د بیارغونې په پروژه کې په دهلېزونو کې د کړکیو نصب، د اوبو د ذخیرې د محافظوي خونې پر بام د آهن ‌چادر نصبول، د تشنابونو قیرکول او د دروازو نصب روان دي.

همداراز، د لیلیې ودانۍ په پروژه کې د سیم تاوېدو، د یو شمېر پایو د قالب‌ تړلو، سنګکارۍ او د ځینو برخو د پُرانې او هوارۍ چارې دوام لري.

د دغو پروژو څارنه د دې لپاره ترسره کېږي چې ساختماني چارې د منظور شوو نقشو، تخنیکي مشخصاتو او انجنیري معیارونو سره سمې پلې شي او د پروژو کیفیت په دوامداره توګه و ارزول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۰
Background image

له ۴۸ زره څخه زیاتو راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې پنجشنبې په ورځ د هېواد په اوو ولایتونو کې ۵۵۴ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۴۰
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۴

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د یوې ودانیزې پروژې له چارو یې تخنیکي څارنه او ارزونه وشوه.

د ساحوي ارزونې او د پروژې د پرمختګ د کچې د څېړنې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۱۶
Background image

په وردګ پوهنتون کې د بیارغونې او ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۴

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د وردګ پوهنتون اړوند د کرنې پوهنځي د بیارغونې پروژې، د لیلیې ودانۍ او د فرعي سړکونو او پلې لارو د جوړولو پروژو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت