د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان وروستی، تائید او لاسلیک شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۴
بغلان

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک د تفصیلي پلان د چمتو کولو چارې بشپړې شوې، چې په ترڅ کې یې د امکان‌سنجۍ مطالعات، تخصصي ارزونې، توپوګرافیکي سروې، هایدرولوژیکي او جیوتخنیکي څېړنې ترسره او د دغو مطالعاتو د پایلو پر بنسټ د صنعتي پارک تفصیلي پلان او د زیربناوو اړوند طرحې چمتو شوې دي.

د پروژې د تخنیکي ډیزاین په برخه کې د برېښنا رسولو شبکې، سړکونو، د اوبو رسولو سیستم، د فاضلابو شبکې، د فاضلابو د تصفیې فابریکې، د سطحي اوبو د مدیریت او دفع سیستم، د خړوبولو شبکې، تخنیکي راپورونو او مالي اټکلونو چمتو کول هم شامل دي، چې ټول د معیاري تخنیکي اصولو او اړتیاوو له مخې ترتیب شوي دي.

د چمقلعه صنعتي پارک ټولیزه ساحه شاوخوا ۱٬۶۵۳ جریبه ځمکه ده، چې په دغه پارک کې د ۳۳۲ صنعتي فابریکو لپاره ځای ځانګړی شوی دی.

یاد صنعتي پارک د بېلابېلو صنعتي سکټورونو د فعالیت لپاره ډیزاین شوی، چې په کې د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو د پروسس صنعتونه، د ساختماني موادو تولید، فلزي او ماشین‌سازۍ صنعتونه، د لرګي او فرنیچر جوړول، پلاستیکي او کیمیاوي صنایع، نساجي او د جامو تولید، بسته‌بندي، درمل جوړول او روغتیايي توکي، برېښنایي تجهیزات، سړې خونې او لوژستیکي مرکزونه او نورې منځنۍ او سپکې صنعتي فابریکې شاملې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني هیله من دی، چې د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک پروژه به د هېواد په شمال او شمال ختیځ زون کې د صنعت د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د پانګونې د جذب، اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

تمه کېږي چې د دغې سترې صنعتي پروژې په عملي کېدو سره به د صنعتي تولیداتو کچه لوړه، د خصوصي سکټور فعالیتونه پراخ او د سیمې اقتصادي وضعیت لا پیاوړی شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت