په اقینې بندر کې د دوو هنګرونو د ودانیزو چارو له پرمختګ څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۰:۵۴
بندر اقینه

۱۴۴۷/۱۲/۰۶

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس د یاد ریاست له تخنیکي ټیم سره یوځای، د آقینې بندر اړوند د امارتي استراس شرکت د دوو هنګرونو د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د پروژې چارې د منظور شوې نقشې او ټاکل شوو احجامو مطابق پرمخ روانې دي او اوسمهال شاوخوا اویا سلنه عملي پرمختګ لري.

همداراز، د یادې پروژې قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي سپارښتنې او لارښوونې وشوې، څو د پروژې د تطبیق په ټولو پړاوونو کې منظور شوې نقشه، تخنیکي معیارونه او کاري احجام په دقیق ډول عملي کړي او د هر پړاو پرمختګ له نظارتي انجینرانو سره شریک کړي.

د دغې تخنیکي څارنې موخه د پروژې د کیفیت ارزونه، د ودانیزو معیارونو رعایت، د چارو د شفاف تطبیق ډاډمنول او د بندري تاسیساتو د بنسټیزو پروژو معیاري تطبیق یاد شوی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۰:۵۴
Background image

په اقینې بندر کې د دوو هنګرونو د ودانیزو چارو له پرمختګ څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۶

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس د یاد ریاست له تخنیکي ټیم سره یوځای، د آقینې بندر اړوند د امارتي استراس شرکت د دوو هنګرونو د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۰:۳۱
Background image

د میدان وردګ جهادي مدرسې ساحه کې د توپوګرافي سروې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي

۱۴۴۷/۱۲/۰۶

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیمونو، د میدان ښار مرکز اړوند د جهادي مدرسې ساحې د توپوګرافي سروې چارې په منظم ډول پرمخ وړي، چې ټاکل شوې ډېر ژر بشپړې شي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۰:۱۴
Background image

د تورغونډۍ بندر د احاطوي دېوال د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند تخنیکي پلاوي، د هرات ولایت رباط سنګي ولسوالۍ کې د تورغونډۍ بندر د احاطوي دېوال د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي او تخنیکي څارنه ترسره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت