په کندهار کې د جامعه عمر د پراختیايي پروژې عملي چارې رسماً پیل شوې
۱۴۴۷/۱۲/۰۱
کندهار کې د جامعه عمر، پراختیایي پروژې د عملي چارو د پیلولو موخه د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا محترم معین الحاج مولوي ګل زرین صابر، کندهار ته د خپل رسمي سفر پر مهال له اباسین یاسین ساختماني شرکت سره د ۱۱ میلیونه او ۵۹۲ زره افغانیو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم معین الحاج مولوي ګل زرین صابر وویل، د نوموړي د سفر اساسي موخه د جامعه عمر د پراختیايي پروژې د عملي چارو پیل او له نږدې یې ارزونه ده.
نوموړي زیاته کړه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت له مخې به د یادې جامعې اړوند د څلورو منارونو، د اوبو ذخیرې او عصري کتابتون د جوړولو چارې به په ټاکلي وخت بشپړې شي.
ښاغلي مولوي ګل زرین صابر څرګنده کړه، هڅه کېږي چې یاده پروژه د ټاکلي مهال وېش له مخې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، څو د سیمې اوسېدونکي له غوره دیني او عامه خدمتونو برخمن شي.
د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې پلي کېدل به د دیني او عامه تاسیساتو د پراختیا ترڅنګ، د سیمې د ښاري ودې، ټولنیز پرمختګ او د خلکو د اسانتیاوو په برخه کې هم مهم رول ولوبوي.
