د کور او ښار جوړولو وزارت، راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته تېره ورځ شنبه (١١٣٩) استوګنیزې نمرې ووېشلې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۳۸
مهجرین

۱۴۴۷/۱۱/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د روانې ثور میاشتې په ۲۶مه نېټه په اوو ولایتونو کې (١١٣٩) استوګنیزې نمرې ووېشلې.

د تیرې شنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې (۳۱۲) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته، اروزګان کې (۹۸) کورنیو ته، زابل کې (۱۵۰) کورنیو ته، لوګر کې (۲۴۶) کورنیو ته، میدان وردګو کې (۱۲۰) کورنیو ته، هلمند کې (۸۲) کورنیو ته او په غزني ولایت کې (۱۳۱) کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، وایي، دا چاره یې ځکه ګړندۍ کړې، څو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدو لپاره مناسب فرصتونه برابر شي.

ښاغلی وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني وایي، د یاد پروګرام موخه د راستنو شویو کورنیو د اساسي اړتیاوو پوره کول، د منظمې ښاري پراختیا رامنځته کول او د ژوند د ښه چاپېریال برابرول دي.

دا یوازې هغه شمېرې دې چې تېره ورځ شنبه (۱۱۳۹) نمرې وېشل شوې دي، اما په ټوله کې تر دې دمه (٢٧٢٧٧) استوګنیزې نمرې وېشل شوي او دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

د ځمکو وېش به د منظور شوو طرزالعملونو او شفافو معیارونو له مخې دوام ومومي، څو راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته په عادلانه ډول د استوګنې زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

په میدان وردګ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۳۰

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو نظارت او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري د امرخېل او سردار محمد داود خان ښارګوټو څخه ساحوي او تخنیکي څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۳۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت، راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته تېره ورځ شنبه (١١٣٩) استوګنیزې نمرې ووېشلې

۱۴۴۷/۱۱/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د روانې ثور میاشتې په ۲۶مه نېټه په اوو ولایتونو کې (١١٣٩) استوګنیزې نمرې ووېشلې.

د تیرې شنبې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

د ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو اجراآتو او لاسته راوړنو لنډیز

د ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو اجراآتو او لاسته راوړنو لنډیز

د کور جوړولو برخه:

د کابل ښار د نیله باغ پروژه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت له مهمو او لویو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت