تېره پنجشنبه په څو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته ۳۳۶۵ بسوه ځمکه ورکړل شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۱:۴۴
د نمرو ويش

۱۴۴۷/۱۱/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو د وېش کمېټې له لوري، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر په منظم او چټک ډول دوام لري.

تازه تېره پنجشنبه په ننګرهار، پکتیکا، زابل، لوګر، کندز او هلمند ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه استوګنیزې نمرې ووېشل شوې.

 په دې لړ کې ننګرهار ولایت کې ۲۰۵ کورنیو ته، پکتیکا کې ۴۰ کورنیو ته، زابل کې ۸۰ کورنیو ته، لوګر کې ۱۳۰ کورنیو ته، کندز کې ۱۴۸ کورنیو ته او په هلمند ولایت کې ۷۰ کورنیو ته د ځمکو نمرې وسپارل شوې.

دغه استوګنیزې نمرې یوازې د تېرې پنجشنبې په ورځ ووېشل شوې، چې (۶۷۳) راستنېدونکو کورنیو ته پنځه پنځه بسوې استوګنیزه نمره ووېشل شوه، چې په ټوله کې ۳۳۶۵ بسوې ځمکه کېږي.

په دې سره د هېواد په کچه د وېشل شوو نومرو ټولیز شمېر (۲۶۱۳۸) شپږویشت زره او یوسل اته دېرش نمرې کېږي، چې وېشل شوې دي او لا هم دوام لري.

د راستنېدونکو مهاجرو لپاره د استوګنیزو ښارګوټو جوړول او د ځمکو وېش د امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي، چې موخه یې د بې‌ سرپناه کورنیو اسکان، د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د منظمې ښاري پراختیا تأمین بلل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۲۳
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د سړک د مسیر د بدلون په اړه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي د عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل ښار د دولسمې ناحیې د (احمد شا بابا مینې) له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۵۳
Background image

په کندهار کې د جامعه عمر د پراختیايي پروژې د پيل چمتووالی ونیول شو

۱۴۴۷/۱۱/۲۹

ټاکل شوې چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی و رعاه د حکم پر اساس به په نږدې ورځو کې د کندهار ولایت د جامعه عمر د درې مهمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۱۰
Background image

په پنجوایي ولسوالۍ کې د زندان د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

1447/11/29

د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ اړوند د زندان د ودانیزې پروژې له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت